دوهم سرلیکروغتيامهم خبرونه

په افغانستان کې د ښځو د اعتیاد د درملنې خدماتو ته محدود لاسرسی

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد دفتر (یونودک) ویلي، هغه ښځې چې د نشه يي موادو د کارونې له ستونزې سره مخ دي، په افغانستان کې له جدي روغتیایي کمښتونو سره مخامخ دي او یوازې لږ شمېر درملنیز مرکزونه هغوی ته ځانګړې خدمات وړاندې کوي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه د هغو مرکزونو چې د نشه يي توکو د استعمال له اختلالاتو سره د ناروغانو درملنه کوي، یواځې نارینه وو ته خدمات وړاندې کوي، او لږ تر نیمایي یې د ښځو لپاره ځانګړې برخې لري. دا وضعیت لامل شوی چې ګڼ شمېر درملنې ته اړتیا لرونکې ښځې له روغتیایي ملاتړ او بیا رغونې محرومې پاتې شي.

د روغتیایي چارو کارپوهان ټینګار کوي چې د ښځو لپاره د ځانګړو خدماتو نه شتون، په ځانګړې توګه په داسې ټولنه کې چې پراخ کلتوري او ټولنیز محدودیتونه لري، د فردي او کورنۍ روغتیا لپاره جدي پایلې درلودلی شي. په ډېرو مواردو کې، ښځې د ټولنیزو بندیزونو او د ځانګړو مرکزونو د نشتوالي له امله، د نارینه وو د درملنې مرکزونو ته د تګ امکان نه لري.

په داسې حال کې چې د طالبانو اداره پر ښځو د حضور او ټولنیزو فعالیتونو پراخ محدودیتونه وضع کړي، نړیوالو ادارو بیا بیا خبرداری ورکړی چې د ښځو د روغتیایي خدماتو، په ځانګړي ډول د اعتیاد د درملنې، د لاسرسي کمښت کولای شي په هېواد کې پټې روغتیایي ستونزې نوره هم سختې کړي. سره له دې، تر اوسه د ښځو لپاره د ځانګړو درملنیزو خدماتو د پراخېدو په برخه کې کوم اغېزناک اقدام نه دی شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button